
د یوې ښځې ژړا
Podcast de Pashto Radio
په هر يو قسط کښې مونږ تاسو سره د مقامى کورنۍ يوه قيصه شريکوو. مونږ د خپلو عقيدو او رواجونو په حقله خبرې کوو. مونږ د هغه ستونزو په حقله خبرې کوو د کوم چې پوښتنې کورنۍ روزانه مخنيوے کوى. د دې نه علاوه مونږ د خُدائ پاک د کلام څخه د دې ستونزو د حل په حقله تاسو سره قيصۍ شريکوو. تاسو به زړه پورې ښکلې سندرې او شاعرى هم واورئ. په آخر کښې مونږ د مسيحى عالمى نظريې نه تاسو ته يو حل وړاندې کوو. In each episode we share the story of a local family. We talk about our customs and beliefs. We tackle problems and issues that Pashto families are faced with on a daily basis. We also share a story from the Word of God and see how the problems are dealt with in the Bible. You will also be able to hear beautiful songs and nice pieces of poetry. At the conclusion we offer a solution from a Christian worldview. We hope you will enjoy these programs and make use of them.
Disfruta 90 días gratis
9,99 € / mes después de la prueba.Cancela cuando quieras.
Todos los episodios
38 episodios
دوه خوېندې له دې امله چې هیڅوک ورسره په خپلو وعدو باندې وفا نه کوى پرېشانه دى او د بې وسۍ احساس کوى. د پروګرامونو په دې سلسله کښې مونږ د کتابِ مقدس په زَړه عهدنامه کښې وورېدل چې خُدائ پاک د يو وعده شوى کس په اړه خبره کوى. دا آخرى قيصه د مسیح په حقله پېشګویانې بیانوى: کله چې هغه راتلو، نو هغه څه ډول شخص وو او څه کار یې کاوه. کله چې بې حوصله شئ، نو خدائ پاک ته وګورئ. زړه لوظنامه مونږ ته د هغه وعده شوى په حقله خبرې کوى. د مسیح په حقله ډېرې پېشګویانې شوى دى.

يوه ښکلې قيصه چې پکښې د يوې بدرنګې ښځې وادۀ د يو ړوند سړى سره شوے وى او د هغوئ يو بل سره ډېره مينه وى. د دې پروګرامونو د سلسلو خلاصه: په ټول کتابِ مقدس کښې د پېدایښت، پلرونو، موسىٰ، قاضیان، بادشاهانو او پېغمبرانو له وخته د انسان ګناه ډېره زیاته وه. زمونږ د ګناه باوجود خدائ پاک مونږ سره مينه کوى او مونږ ته د بخښنې لاره برابروى. خدائ پاک زړه ته ګورى، ظاهر ته نه. د ګناه مبازله پکار ده. خدائ پاک د بخښنې دپاره لاره برابروى.

یوې ښځې ته خپل د مېړۀ د اېکسيډنټ خبر ملاو شى. الیاس د ایزابل نه وتښتېدو او د خدائ پاک په حکم کارغان ورته خوراک ورکوى او د چينې نه اوبۀ څښى. هغه زرفت ته ځى او هلته د یوې کونډې څخه سوال کوى چې د خپل پاتې شوى خوراک نه ورته څۀ خوراک تیار کړى. خدائ پاک هغه خوراک ډېر کړو او کله چې د هغې زوئ مړ شو نو الياس هغه بيا راژوندے کى. خدائ پاک په سخته کښې مرسته کوى. کله کله مرسته په عجیبه لارو او طریقو باندې رسیږي. خدائ پاک د معجزو خدائ پاک دے.

دوه ښځې ځان ته د مېړۀ د پام راګرځولو دپاره بحث او جګړه کوى. په کتابِ مقدس کښې د سلېمان بادشاه د ډېرو ښځو قيصه چې د دې سبب شوې چې هغه د خدائ خلاف ګناه وکړى. د حضرت سلېمان نه پس بادشاهى تقسيم شوه او د بنى اِسرائيلو بادشاه احاب ايزابل سره وادۀ وکړو، چا چې به د معبدانو عبادت کولو او د خُدائ پاک له خوا د هغوئ قضاوت وشو. د هغې لور عتلیا هم یوه بدکاره ښځه وه او مخکښې له دې چې هغه په خپله هم ووژل شى، هغې ټوله شاهى کورنۍ ووژله. شخړه د جګړې سبب جوړيږى. جګړه بدى رامنځته کوى. د بدۍ به قضاوت کيږى.

دوه خوېندې چې يوه ښکلې او مغروره وه او بله ساده او عاجزه وه، د دوى سره ملاوېدو دپاره د هغوئ د ترور د زوئ کورنۍ ملاوېدو له راغلل. هلک دا غوره وګڼله چې د هغې عاجزې جينۍ سره وادۀ وکړى. خدائ پاک هم زړۀ ته ګورى، نه چې ظاهرى شکل ته. ساؤل بادشاه د خدائ پاک نافرمانى وکړه، نو خدائ پاک سموئیل د یسى کور ته ولېږلو چې د ټولو ځوان داؤد د نوى بادشاه په توګه غوره کړى. او آخر، حضرت داؤد یو ډېر لوئ بادشاه جوړ شو. زړۀ د ظاهرى شکل نه ډېر مهم دے. تابعدارى د قربانۍ نه ښۀ ده. عاجزى د غرور نه ښۀ ده.
Disfruta 90 días gratis
9,99 € / mes después de la prueba.Cancela cuando quieras.
Podcasts exclusivos
Sin anuncios
Podcast gratuitos
Audiolibros
100 horas / mes