د یوې ښځې ژړا
Podkast av Pashto Radio
په هر يو قسط کښې مونږ تاسو سره د مقامى کورنۍ يوه قيصه شريکوو. مونږ د خپلو عقيدو او رواجونو په حقله خبرې کوو. مونږ د هغه ستونزو په حقله خبرې کوو د کوم ...
Prøv gratis i 14 dager
Etter prøveperioden kun 99,00 kr / Måned.Avslutt når som helst.
Alle episoder
38 Episoderدوه خوېندې له دې امله چې هیڅوک ورسره په خپلو وعدو باندې وفا نه کوى پرېشانه دى او د بې وسۍ احساس کوى. د پروګرامونو په دې سلسله کښې مونږ د کتابِ مقدس په زَړه عهدنامه کښې وورېدل چې خُدائ پاک د يو وعده شوى کس په اړه خبره کوى. دا آخرى قيصه د مسیح په حقله پېشګویانې بیانوى: کله چې هغه راتلو، نو هغه څه ډول شخص وو او څه کار یې کاوه. کله چې بې حوصله شئ، نو خدائ پاک ته وګورئ. زړه لوظنامه مونږ ته د هغه وعده شوى په حقله خبرې کوى. د مسیح په حقله ډېرې پېشګویانې شوى دى.
يوه ښکلې قيصه چې پکښې د يوې بدرنګې ښځې وادۀ د يو ړوند سړى سره شوے وى او د هغوئ يو بل سره ډېره مينه وى. د دې پروګرامونو د سلسلو خلاصه: په ټول کتابِ مقدس کښې د پېدایښت، پلرونو، موسىٰ، قاضیان، بادشاهانو او پېغمبرانو له وخته د انسان ګناه ډېره زیاته وه. زمونږ د ګناه باوجود خدائ پاک مونږ سره مينه کوى او مونږ ته د بخښنې لاره برابروى. خدائ پاک زړه ته ګورى، ظاهر ته نه. د ګناه مبازله پکار ده. خدائ پاک د بخښنې دپاره لاره برابروى.
یوې ښځې ته خپل د مېړۀ د اېکسيډنټ خبر ملاو شى. الیاس د ایزابل نه وتښتېدو او د خدائ پاک په حکم کارغان ورته خوراک ورکوى او د چينې نه اوبۀ څښى. هغه زرفت ته ځى او هلته د یوې کونډې څخه سوال کوى چې د خپل پاتې شوى خوراک نه ورته څۀ خوراک تیار کړى. خدائ پاک هغه خوراک ډېر کړو او کله چې د هغې زوئ مړ شو نو الياس هغه بيا راژوندے کى. خدائ پاک په سخته کښې مرسته کوى. کله کله مرسته په عجیبه لارو او طریقو باندې رسیږي. خدائ پاک د معجزو خدائ پاک دے.
دوه ښځې ځان ته د مېړۀ د پام راګرځولو دپاره بحث او جګړه کوى. په کتابِ مقدس کښې د سلېمان بادشاه د ډېرو ښځو قيصه چې د دې سبب شوې چې هغه د خدائ خلاف ګناه وکړى. د حضرت سلېمان نه پس بادشاهى تقسيم شوه او د بنى اِسرائيلو بادشاه احاب ايزابل سره وادۀ وکړو، چا چې به د معبدانو عبادت کولو او د خُدائ پاک له خوا د هغوئ قضاوت وشو. د هغې لور عتلیا هم یوه بدکاره ښځه وه او مخکښې له دې چې هغه په خپله هم ووژل شى، هغې ټوله شاهى کورنۍ ووژله. شخړه د جګړې سبب جوړيږى. جګړه بدى رامنځته کوى. د بدۍ به قضاوت کيږى.
دوه خوېندې چې يوه ښکلې او مغروره وه او بله ساده او عاجزه وه، د دوى سره ملاوېدو دپاره د هغوئ د ترور د زوئ کورنۍ ملاوېدو له راغلل. هلک دا غوره وګڼله چې د هغې عاجزې جينۍ سره وادۀ وکړى. خدائ پاک هم زړۀ ته ګورى، نه چې ظاهرى شکل ته. ساؤل بادشاه د خدائ پاک نافرمانى وکړه، نو خدائ پاک سموئیل د یسى کور ته ولېږلو چې د ټولو ځوان داؤد د نوى بادشاه په توګه غوره کړى. او آخر، حضرت داؤد یو ډېر لوئ بادشاه جوړ شو. زړۀ د ظاهرى شکل نه ډېر مهم دے. تابعدارى د قربانۍ نه ښۀ ده. عاجزى د غرور نه ښۀ ده.
Tilgjengelig overalt
Lytt til Podimo på telefonen, nettbrettet, datamaskinen eller i bilen!
Et univers av underholdning på lyd
Tusenvis av lydbøker og eksklusive podkaster
Ingen annonser
Ikke kast bort tid på å lytte til annonser når du lytter til Podimos innhold.
Prøv gratis i 14 dager
Etter prøveperioden kun 99,00 kr / Måned.Avslutt når som helst.
Eksklusive podkaster
Uten reklame
Gratis podkaster
Lydbøker
20 timer i måneden