د یوې ښځې ژړا
Podcast von Pashto Radio
په هر يو قسط کښې مونږ تاسو سره د مقامى کورنۍ يوه قيصه شريکوو. مونږ د خپلو عقيدو او رواجونو په حقله خبرې کوو. مونږ د هغه ستونزو په حقله خبرې کوو د کوم ...
Kostenlos testen für 30 Tage
Nach der Testphase nur 4,99 € / Monat.Jederzeit kündbar.
Alle Folgen
38 Folgenدوه خوېندې له دې امله چې هیڅوک ورسره په خپلو وعدو باندې وفا نه کوى پرېشانه دى او د بې وسۍ احساس کوى. د پروګرامونو په دې سلسله کښې مونږ د کتابِ مقدس په زَړه عهدنامه کښې وورېدل چې خُدائ پاک د يو وعده شوى کس په اړه خبره کوى. دا آخرى قيصه د مسیح په حقله پېشګویانې بیانوى: کله چې هغه راتلو، نو هغه څه ډول شخص وو او څه کار یې کاوه. کله چې بې حوصله شئ، نو خدائ پاک ته وګورئ. زړه لوظنامه مونږ ته د هغه وعده شوى په حقله خبرې کوى. د مسیح په حقله ډېرې پېشګویانې شوى دى.
يوه ښکلې قيصه چې پکښې د يوې بدرنګې ښځې وادۀ د يو ړوند سړى سره شوے وى او د هغوئ يو بل سره ډېره مينه وى. د دې پروګرامونو د سلسلو خلاصه: په ټول کتابِ مقدس کښې د پېدایښت، پلرونو، موسىٰ، قاضیان، بادشاهانو او پېغمبرانو له وخته د انسان ګناه ډېره زیاته وه. زمونږ د ګناه باوجود خدائ پاک مونږ سره مينه کوى او مونږ ته د بخښنې لاره برابروى. خدائ پاک زړه ته ګورى، ظاهر ته نه. د ګناه مبازله پکار ده. خدائ پاک د بخښنې دپاره لاره برابروى.
یوې ښځې ته خپل د مېړۀ د اېکسيډنټ خبر ملاو شى. الیاس د ایزابل نه وتښتېدو او د خدائ پاک په حکم کارغان ورته خوراک ورکوى او د چينې نه اوبۀ څښى. هغه زرفت ته ځى او هلته د یوې کونډې څخه سوال کوى چې د خپل پاتې شوى خوراک نه ورته څۀ خوراک تیار کړى. خدائ پاک هغه خوراک ډېر کړو او کله چې د هغې زوئ مړ شو نو الياس هغه بيا راژوندے کى. خدائ پاک په سخته کښې مرسته کوى. کله کله مرسته په عجیبه لارو او طریقو باندې رسیږي. خدائ پاک د معجزو خدائ پاک دے.
دوه ښځې ځان ته د مېړۀ د پام راګرځولو دپاره بحث او جګړه کوى. په کتابِ مقدس کښې د سلېمان بادشاه د ډېرو ښځو قيصه چې د دې سبب شوې چې هغه د خدائ خلاف ګناه وکړى. د حضرت سلېمان نه پس بادشاهى تقسيم شوه او د بنى اِسرائيلو بادشاه احاب ايزابل سره وادۀ وکړو، چا چې به د معبدانو عبادت کولو او د خُدائ پاک له خوا د هغوئ قضاوت وشو. د هغې لور عتلیا هم یوه بدکاره ښځه وه او مخکښې له دې چې هغه په خپله هم ووژل شى، هغې ټوله شاهى کورنۍ ووژله. شخړه د جګړې سبب جوړيږى. جګړه بدى رامنځته کوى. د بدۍ به قضاوت کيږى.
دوه خوېندې چې يوه ښکلې او مغروره وه او بله ساده او عاجزه وه، د دوى سره ملاوېدو دپاره د هغوئ د ترور د زوئ کورنۍ ملاوېدو له راغلل. هلک دا غوره وګڼله چې د هغې عاجزې جينۍ سره وادۀ وکړى. خدائ پاک هم زړۀ ته ګورى، نه چې ظاهرى شکل ته. ساؤل بادشاه د خدائ پاک نافرمانى وکړه، نو خدائ پاک سموئیل د یسى کور ته ولېږلو چې د ټولو ځوان داؤد د نوى بادشاه په توګه غوره کړى. او آخر، حضرت داؤد یو ډېر لوئ بادشاه جوړ شو. زړۀ د ظاهرى شکل نه ډېر مهم دے. تابعدارى د قربانۍ نه ښۀ ده. عاجزى د غرور نه ښۀ ده.
Nutze Podimo überall
Höre Podimo auf deinem Smartphone, Tablet, Computer oder im Auto!
Ein ganzes Universum für Unterhaltung für die Ohren
Tausende Hörbücher und exklusive Podcasts
Ohne Werbung
Verschwende keine Zeit mit Werbeunterbrechungen, wenn du bei Podimo hörst
Kostenlos testen für 30 Tage
Nach der Testphase nur 4,99 € / Monat.Jederzeit kündbar.
Exklusive Podcasts
Werbefrei
Nicht-Podimo-Podcasts
Hörbücher
20 Stunden / Monat